پکتیا کې د ورزشي لوبو په جمنازیم ودانیز کارونه روان دی

دوشنبه ۶ سلواغه ۱۳۹۹
پکتیا ولایت کې د سمبال سپورتي جمنازیم پرانیستو سره به، د دې ولایت ځوانانو ته د سپورتي پروګرامونو په جوړولو او د لوبو ترسره کولو کې اسانتیاوې برابرې شي.
دا جمنازیم چې اوس مهال د جوړیدو په حال کې دی، د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي ملاتړ ېې ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیز شرکت پرمخ وړي.
پکتيا ولایت کې دا جمنازيم چې په ۱۹۵۰مربع متره مساحت ځمکه کې جوړيږي، په يو وخت کې به د شاوخوا ۱۵۰۰تنه نندارچيانو د ځاییدو ظرفيت ولري.