د دندې موخې:

د لا زیات موثریت او ګټورتیا په موخه، د پروژې د چارو انسجام، همغږي او مدیریت، د ملي پراختیا ملاتړ ادارې اهدافو پراساس، لوی ملي پروژو د ښه تطبیق لپاره د پروژو په چارو کې ښکیلو ادارو ته د اړینو اسانتیاو برابرول.

مسؤلیتونه:

  • د ادارې موخو ته د رسیدو لپاره، عمومي پلانونو سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلانونو تنظیمول.
  • د تدارکاتو، مالي چارو له ریاستونو او پلي کونکو مراجعو سره په همغږۍ، د کلنۍ بودیجې تنظیمول.
  • د پروژې په پلي کولو کې آن د پروژو له تحقق څخه تر ډاډمنتیا ترلاسه کولو پورې، د عالي مقام د لارښوونو او اوامرو تعقیب.
  • د ادارې د لارښوونو او اهدافو د تحقق لپاره، له نورو بیرونیو ادارو سره د پروژو د چارو د همغږۍ په موخه د غونډو جوړول.
  • د ا.ا جمهوریت د عالي مقام د لارښوونو له تحقق څخه ډاډ ترلاسه کول او د اجراآتو د څرنګوالي په اړه ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا او ملاتړې ادارې او نورو اړونده څانګو ته راپور ورکونه.
  • د اجراآتو ښه کولو او ټاکل شوو اهدافو ترلاسه کولو په موخه، د پراختیا، ظرفیت لوړولو، نظارت او نورو دندو لپاره د اغیزمنو پالیسیو او کړنلارو ترتیبول.
  • د جمهوري ریاست د ملي پراختیا او ملاتړ ادارې له پالیسۍ سره سم د پراختیايي پروژو پلي کیدو ته لومړیتوب ورکونه.
  • په هیواد کې د پروژو د پلې کیدا بهیر چټکتیا په موخه، پروژو پورې د اړوندو چارو د همغږي مدیریت کول.
  • د بیرنیو دولتي ادارو او څانګو او داخلي ریاستونو د محوله پروژو د تخنیکي سندونو له بررسۍ څخه د ډاډ ترلاسه کول.
  • له ښکېلو څانګو سره په همغږۍ د پروژو د تخنیکي ستونزو حل او له پلان سره سم په فعالیتونو کې بشپړ دقت.
  • د اغیزمنو او پر وخت اجرااتو د ترلاسه کولو په موخه، تر اثر لاندې کارکوونکو رهبري او مدیریت.
  • د اجراآتو د ښه والي، کاري اغیزمنتیا او موثریت د ډيرښت لپاره د هڅونې په هدف، د کارکوونکو د اجراآتو ارزونه.
  • د اړوند څانګو د فعالیتونو له پرمختګ او لاسته راونو څخه د ادارې د مشرتابه د خبرولو په موخه، د کلني ربعوار او اړتیا په صورت کې له فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه راپور ورکونه.
  • د تدارکاتو له قانون سره سم له قراردادي شرکتونو سره رسمي اړیکې او د اړینو اسانتیاو چمتو کول.
  • د هغه نورو دندو ترسره کول، چې د قانون، اداري مقررات او اهدافو سره سم د ذیصلاح مقاماتو لخوا ورکول کیږي.