د ولسمشرۍ چوپړوالو لپاره د میلمه پالنې د روزنیز پروګرام جوړیدل
د بشري سرچینو د ښوونې او پراختیا آمریت، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی د ملي انستیتیوت او د څیړنې او بازارموندنې د پراختیا ریاست په همکارۍ، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې، د خدماتو ریاست ۱۷۵تنه چوپړوالو لپاره روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.
دا روزنیز پروګرام چې په مسلکي ډول ډیزاین شوې، د ولسمشرې خدماتي کارمندانو لپاره په نظري او عملي میتودونو سره وړاندې کیږي.
د دې روزنیز پروګرام په لمړی پړاو کې چې د روان کال د لیندې په نهمه نیټه ترسره شو، په ترڅ کې ېې ۲۵تنه چوپړوالو روزنه ولیده.
د عملیاتي ادارې د بشري سرچینو ریاست، د ګرځندوی ملي انستیتیوت او هوټل دارۍ او د دې ریاست د ښوونکو له هڅو څخه خوښي څرګنده کړه او دا یې یو ښه ګام یاد کړ.
په ورته وخت کې، دا روزنیز پروګرام چې د خدماتو ریاست اړتیا په اساس پلان شوی، تمه ده په څو نورو پړاوونو کې پاتې خدماتي کارمندان هم تر روزنې لاندې ونیسي.