پنجشنبه ۳۰ زمری۱۳۹۹
د سولې مشورتي لویه جرګه چې د روان کال زمري میاشتې د ۱۷ _۱۹ نیټې پورې په کابل کې د درې ورځو لپاره را بلل شوې وه، د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم په اساس ېې مالي لګښت ۳۳۰میلیونه افغانۍ اټکل او منظور شوی وو؛ د جمهوري ریاست عملیاتي او ملاتړې ادارې چې ددې جرګې مدیریت ېې پرغاړه درلود، هڅه وکړه چې وړکړل شوې پیسې په سمه او کمه توګه مصرف او سپما ېې وکړي.
ددې ادارۍ رهبري نن پنجشنبه د روان کال د زمري میاشتې په ۳۰مه نیټه د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د (۱۵۸،۶۸۹،۹۸۰)افغانیو د لګښت له څرنګوالي او د نورو (۱۷۱،۳۱۰،۰۲۰)افغانیو د سمپا په اړه معلومات وړاندې کړل.
د عملیاتي ادارې مالي او اداري مرستیال صداقت الله صادق چې په دې خبري ناسته کې ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې له مالي او تدارکاتو رییسانو سره حضور درلود وېې ویل: چې خلکو ته په حساب ورکړه کې د رڼښت په پام کې نیولو سره، ددې جرګې په مصارفو کې شاوخوا ۵۲سلنه سپما شوې ده.
د یادونې وړ ده چې دې ادارې په وروستۍ جرګه کې یوازې شاوخوا ۱۵۸میلیونه افغانۍ مصرف او له ۱۵۶میلیونو څخه ډيرې افغانۍ ېې نغدې سپما کړي او همداراز د ۱۴میلیونو افغانیو په ارزښت ېې مصرفي توکي په ګدامونو کې باقي پاتې دي چې ټوله سپما ېې۱۷۱میلیونه افغانیو ته رسیږي.