موخه 

د ټولنیزو، کلتوري، اقتصادي او امنیتي اړتیاو سره سم، د عمومي عامه ځایونو او فضا له ډیزاین سره د دولتي ادارو، د اداري ودانیو د جوړولو له لارې، د ښارونو د معیاري کولو په موخه، د ماسټر پلانونو، زیربناوو او تعمیراتو طرحه او پلي کول، په ښارونو، ولایتونو او ولسوالیو کې له ترافیکي ګڼې ګوڼې څخه مخنیوی او منظم ښاري ترانسپورت.

د انجنیرۍ د سبکونو په کارونې سره، د ځایی انجنیرۍ د کلتور را ژوندي کول او د هیواد په کچه د ځایی موادو په کارولو سره د اقتصادي کچې لوړول.

مسؤلیتونه:

  • د هیواد په کچه د اداري کمپلکسونو د رامینځته کولو په برخه کې، د لارښودونو او کړنلارو ډیزاین او ترتیب.
  • د جمهوري ریاست د ملي پراختیا او ملاتړې ادارې په غونډو کې برخه اخیستل او د ستونزو او ننګونو د حل لپاره، د ادارې رهبري ته د تخنیکي مشورو وړاندې کول.
  • د ماسټر پلان د طرحې او ډیزاین او د اداري کمپلکس د ودانیو او همدارنګه د دارالامان سیمې ته د ۳۱ دولتي ادارو د لیږدولو مسؤلیت او مدیریت.
  • د ماسټر پلان د طرحې او ډیزاین او د هیواد په کچه د اداري کمپلکس د ودانیو مسؤلیت او مدیریت.
  • د ټاکل شوو شاخصونو پام کې نیولو سره، د هیواد په کچه د اداري کمپلکس ودانیو ډيزاین او تطبیق کې د عملیاتي پلانونو له پلې کیدا څخه مدیریت او څارنه.
  • د اداري کمپلکس د ودانیو طرحې او ډيزاین کې د کړنو له چټکتیا، اجرایوي کیفیت او رونټيا څخه مدیریت او له پلې کیدا څخه ېې غوره څارنه.
  • د کمپلکسونو د طرحې او ډيزاین د څارنې او هیواد کې د کمپلکسونو د پروژو د پلې کیدا په موخه، د چک لیستونو له ترتیب څخه مدیریت او څارنه.
  • د کارمندانو د وړتیا، اجرایوي جوړښت، د معاونیتونو او د برنامو د آمریتونو د اړتیا وړ تجهیزاتو او کړنلارو د نیمګړتیاوو او ستونزو پیژندنه او د حل لپاره یې په وخت سره اقدام.
  • د ډیزاین شوې نقشې او منل شوو معیارونو سره سم، د اداري کمپلکس د ودانیزو پروژو له تطبیق څخه د ډاډ ترلاسه کول او څارنه.
  • د اداري کمپلیکسونو د ډیزاین او پلي کولو لپاره د بودیجې چمتو کول او مدیریت او په ښه شان د بودیجې له اجرا څخه څارنه.
  • د کارمندانو ظرفیت لوړولو او د تخصصي او موثره پلاتفورم رامینځته کولو لپاره د زمینې برابرول.
  • د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي پراختیا او ملاتړې ادارې د ستراتیژیک پلان پلي کولو لپاره، د نافذو قوانینو سره د ذیصلاح چارواکو په لارښوونه سره، د نورو دندو ترسره کول.