د خوست ولایت جومات له ۲۶ محرابه نورو جوماتونو سره یو ځای د جومات په اونۍ کې پرانیستل شو.
دا جومات تیره پنجشنبه د غويي میاشتې په 23نیټه د خوست د والي، د ارشاد، حج او اوقافو ریاست، ځايي مخورو او ځوانانو لخوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دا لوی جومات په دوه پوړیز شکل، د دوه زره تنه لمونځ کوونکو د وړتیا په درلودو سره ودان شوی چې د دې ولایت ټول اوسیدونکي کولی شي ورڅخه څخه ګټه پورته کړي.
دا جومات، عامه کتابتون، د ملا امام خونه، شین چاپیریال او انګړ، اودس ځایونه او عامه تشنابونه لري.
د خوست ولایت ټولنیز تالار هم د جومات په انګړ کې ودان شوی، چې د زرو کسانو د ځاییدو وړتیا، شین چاپیریال او عمومي تشنابونه لري.
دا جومات او ټولنیز تالار د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې د پراختیایي بودیجې په کارولو سره د ملي پراختیا شرکت لخوا ودان شوي.