د خوست ولایت باک ولسوالۍ نار کلي کې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا د یو محراب جومات بنسټ ډبره کیښودل شوه.
د بنسټ ډبرې د ایښودو مراسمو کې ځايي چارواکو، مخورو، سپینږیرو او ځوانانو، د عملیاتي ادارې او ملي پراختیا شرکت ولایتي مسئولینو ګډون کړی وو.
دا جومات په۵۴۰ مربع متره مساحت کې، چې د شاوخوا ۶۰۰ لمونځ کوونکو د ځاییدو وړتیا لري،په ۸ ضلعي ډول جورېږي او د هغه جوماتو له ډلې څخه یو دی چې د ولسمشر په لارښوونه د هیواد د ولسوالیو په کچه ودانیږې.
ددی جومات ودانیزې چارې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي لګښت د ملي پراختیا شرکت پرمخ وړي.