د جمهوري ریاست ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړه اداره په هلمند ولایت کې ۱۲ ټولګټې پروژې په لاره اچولي.
پدې پروژو کې یو محراب لوی جومات، یو ټولنیز صالون، د لوبو جمنازیم، دوه انتظار خونې، د محصلینو لپاره د لیلیې ودانۍ او د ولسوالیو لپاره شپږ محرابه جوماتونه شامل دي.
د دې پروژو له ډلې، د هلمند د مرکزي روغتون لپاره د دوه انتظار خونو کار بشپړ او د ګټې اخیستنې په موخه پرانیستل شوي دي.
لوی جومات، ټولنیز صالون، د ورزشي لوبو جمنازیم او لیلیه د جوړیدو په حال کې ده او ودانیزې چارې به ېې ډیر ژر بشپړې شي.
همداشان د دې ولایت په ولسوالیو کې د یو شمیر جوماتونو ودانیز کارونه هم پیل شوي او د په پاتې جوماتونو ودانولو لړۍ به په راتلونکي کال کې پیل شي.