نورستان؛ هغه ولایت دی چې له ښکلې او زړه راښکونکې طبیعي منظرې څخه برخمند دی.
دې ښکلي ولایت ته په تیرو کې هغه شان چې باید ورته پاملرنه شوې وای نه وه شوې؛ خو، د ولسمشر محمد اشرف غني په لارښوونه ، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې د نورو ولایتونو په څير، نورستان ولایت کې هم په څو ټولګټو ودانیزو پروژو کارونه پيل کړل.
دې ودانیزو پروژو کې پنځه ېې د نورستان په مرکز پارون کې چې یو باب لوی دوه پوړیز جومات، یو ټولنیز صالون، د لوبو جمنازیم، د عامې روغتیا او ولایت مقام لپاره یو یو باب انتظار خونه په ځان کې رانغاړي موقعیت لري او همداشان د اووه ولسوالیو لپاره یو یو باب جومات هم په پام کې نیول شوی.
جومات؛ د نورستان ولایت د مرکز پارون ښار په اشکریک سیمه کې په۱۶۰۰متر مربع مساحت ځمکه کې تر ودانیدو لاندې دی چې په یو وخت کې به د ۲۰۰۰تنه لمونځ کوونکو د ځائیدو وړتیا ولري.
همداشان د نورستان د اوو ولسوالیو له ډلې یوازې د واما ولسوالۍ په اسلام اباد کلي کې د جومات د جوړولو کارونه پیل شوي.
د خلکو د ناستو او د ټولنیزو ستونزو د حل په موخه په مرکز پارون کې د ثو باب ټولنیز صالون کارونه په بشپړیدو دي، چې یو وخت کې به د ۱۰۰۰کسانو د ځائیدو وړتیا ولري.
د روغتون او ولایت مقام لپاره انتظار خونې؛ دا انتظار خونې یوه ېې روغتون کي د ناروغانو او ناروغ لرونکو د هوساینې او بله ېې ولایت مقام ته د مراجعینو د ناستې او تم کیدو په موخه په پام کې نیول شوې. ددې انتظار خونو کارونه بشپړ او ډير ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د نورستان په مرکز پارون کې د لوبغاړو د هوساینې او د لوبو لپاره په یو باب جمنازیم هم د جوړولو چارې روانې دي.
د یادو ټولو پروژو ودانیزې او تخنیکي چارې چې د ملي پراختیا شرکت لخوا په خورا دقت سره پرمخ وړل کیږي، ددې ترڅنګ چې خلکو ته ېې تر یوې کچې کاري بوختیا رامنځته کړې، بشپړیدل به ېې وشي کولی تر ډيره بریده په اړوند برخو کې د خلکو ستونزې حل کړي.