جبل السراج ماڼۍ د هلمندي چارواکو او میلمنو کوربه
پنجشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۹

د هلمند ولایت مرستیال بسم الله روحاني او د دې ولایت د بیلابیلو څانګو رییسانو پروان ولایت ته په خپل سفر کې د جبل السراج له تاریخي ماڼۍ څخه لیدنه وکړه.
د هلمند ولایت د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال او ورسره مل پلاوي د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا د جبل السراج ماڼۍ د بیارغونې له امله مننه وکړه او له دې امله چې ددې ماڼۍ په بیارغونه کې له کورنیو موادو په ځانګړي توګه د هلمند له رُخام ډبرو استفاده شوې، خوښي څرګنده کړه.
په ورته وخت کې د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس راغلو میلمنو ته د جبل السراج ماڼۍ، تاریخ او لرغونتیا په هکله معلومات ورکړل او د دغه تاریخي هویت د بیارغونې له امله یې خپله خوښي څرګنده کړه.