بغلان ولایت کې د لوبو د یو باب جمنازیم ودانیزې چارې به ډير ژر بشپړې شي
یکشنبه ۲۳ لیندۍ ۱۳۹۹
دا جمنازیم چې په یو وخت کې به له زرو تنو څخه نیولې تر ۱۵۰۰ کسانو د ځاییدو وړتیا ولري، د بغلان پوهنتون د حسین خیلو کمپلکس په سیمه کې جوړ شوی.
ددې جمنازیم ودانیز او تخنیکي کارونه د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ، پرمټ پرمخ وړل شوي او تمه ده چې د پاتې چارو له بشپړیدو سره ډير ژر د دې ولایت د لوبغاړو پرمخ پرانیستل شي.
د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې مالي لګښت د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا ورکړل شوی او سربیره په دې، په بغلان ولایت کې په څو نورو ودانیزو پروژ هم د ملي پراختیا شرکت لخوا کارونه روان دي.