Loading...
کور پانه2021-07-05T06:17:07+00:00

زمونږ په اړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي پراختیا او ملاتړه اداره هغه اداره ده چې په لمړۍ مرحله کې د مالي او اداري چارو د انسجام او پرمخ وړلو او د ولسمشرۍ دوه خپلواکو بنسټونو( د جمهوري ریاست د عالي مقام دفتر عمومي ریاست او د چارو ادارې لوی ریاست ) ته د ملاتړیزو چوپړتیاوو د وړاندې کولو، خپلو مسلکي، سیاسي او سکتوري چارو ته ددې دواړو ارګانونو د ډيرې پاملرنې، د ادارې د بودیجې په لګښت کې د سپما لپاره له تشکیلاتي انفلاسیون نه د مخنیوي، د ولسمشرۍ پورې د اړوند ملکیتونو د غوره مدیریت او په ساحو کې ېې د ودانیزو پروژو د تطبیق او د مالي او اداري برخو له سیسټمونو او کاري پروسو څخه د مؤثره استفادې په برخو کي یو نسبي پوختیا ته رسیدلې وه( پخوا مالي او اداري معاونیت) د جمهوري ریاست د عالي مقام د ۰۸/۱۲/۱۳۹۶نیټې د (۳۳۶۹) نمبر حکم په اساس، د کارمندانو د(۱۳۲۴) بستونو  تشکیلاتي چت په درلودو، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی ریاست د تشکیل په څنګ کې د یو جانبي واحد په توګه رامینځته شوه.

وروسته ددې واحد په لیدلوري، ماموریت، موخو، او وظیفوي مسئولیتونو کې د راغلو بدلونونو په پام کې نیولو سره، دا واحد د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست او د هغې جانبي واحدونو او د عالي مقام دفتر عمومي ریاست ته د تخنیکي او ملاتړیزو چوپړتیاوو د وړاندې کولو سربیره، د عالي مقام د لارښوونو او فرمانونو پراساس د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د لویو ودانیزو پروژې د تنظیم، انسجام او پلې کیدو مسؤلیت لري او په دې بنسټ ددې واحد نوم د ۲۷/۰۸/۱۳۹۷نیټې د (۳۳۸)نمبر فرمان له مخې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې په نوم واړول شو.

زموږ ارزښتونه

د ودانیزو، زیربنایي او د تاریخي ساحو د بیارغونې په برخه کې د پراختیایی پروژو ډیزاین او پلي کول، د بشري سرچینو تأمینول او مدیریت او د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی ریاست او د هغې د جانبي واحدونو د مالي چارو تنظیم، د جمهوري ریاست دستګاه ته د ټیکنالوژۍ، ترانسپورت، اعاشوي او اباطوي، ساتنې او پالنې او د سرسبزي د مؤثرو چوپړتیاوو وړاندې کول او  د تدارکاتي چارو پرمخ وړل.

د هیواد په آبادۍ او بیارغونې په برخه کې سالم ګډون او د فعال رول درلودل، د ا. ا. جمهوري ریاست د عالي مقام د لارښوونو او احکامو مطابقت خلکو ته د ټولنیزې هوساینې د زمینې برابرول او د هیواد د نافذه قوانینو او مقرراتو سره سم د ولسمشرۍ دستګاه ته د اغیزمنو او ګټورو ملاتړیزو او تخنیکي خدمتونو عرضه کول.

د هیواد په کچه په خپل ټاکلي وخت، لوړ کیفیت او په ټیټه بیه د پراختیایی پروژو ډیزاین او پلي کول، د هیواد تاریخي هویت او برم د ساتلو په موخه د تاریخي ځایونو بیارغونه، د پراختیایي، اقتصادي او ټولنیزو پروژو له تطبیق څخه څارنه، د کاري بوختیا او فرصتونو برابرول، د ا. ا. جمهوري ریاست دستګاه ته په خپل وخت د ټولو ملاتړیزو چوپړتیاوو وړاندې کول او د عالي مقام د لارښوونو مطابق د ملي پروګرامونو د رابللو او دایرولو لپاره د اسانتیاوې چمتو کول.

  • د راتلونکو کلونو لپاره د پراختیایی پروګرامونو او ارزښتناکو فعالیتونو پلي کولو له لارې، اهدافو ته د رسیدو په موخه د ادارې د ستراتیژۍ تدوین او تطبیق.
  • ټاکل شوو موخو ته رسیدو په هدف د ا. ا. جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې د کلنیو پلانونو د ترتیبول.
  • د جمهوري ریاست د عالي مقام د لارښوونې په اساس، عملیاتي ادارې پورې د اړوندو پراختیایی پروژو طرحه او ډیزاین.
  • په ودانیزو او د تاریخي آبداتو د بیارغونې په برخه کې د پراختیايي پروژو انسجام او تطبیق.
  • د تدوین شوو پلانونو مطابق د جمهوري ریاست د عالي مقام دفتر د عمومي ریاست او د چارو ادارې لوی ریاست د اصلي او جانبي واحدونو د ټولو خدماتي او حمایوي چارو پر مخ وړل.
  • د ا. ا. جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی ریاست د اصلي او جانبي واحدونو د ټولو ذاتي او مالي چارو پرمخ وړل.
  • د ا. ا. جمهوري ریاست د ارګ آرشیف کې، د ا. ا. جمهوري دولت پورې د اړونده تاریخي سندونو او معتبرو ملي او نړیوالو آثارو له خوندیتوب او محرمیت څخه د ډاډ ترلاسه کول.
  • د پراختیایی پروژو د مؤثره پلې کیدا او د اړوندو چارو په اجرا او حساب ورکونې کې د روڼتیا رامینځته کولو لپاره د پیاوړو تګلارو او د ملي تسهیل کوونکو شبکو جوړول.

وروستي راپورونه

د پکتیا ولایت لوی جومات پرانیستل شو

د پکتیا ولایت جومات له ۲۶ محرابه نورو جوماتونو سره یو ځای د جومات په اونۍ کې پرانیستل شو. دا لوی جومات په دوه پوړیز شکل، د دوه زره تنه لمونځ کوونکو د وړتیا

د خوست ولایت لوی جومات پرانیستل شو

د خوست ولایت جومات له ۲۶ محرابه نورو جوماتونو سره یو ځای د جومات په اونۍ کې پرانیستل شو. دا جومات تیره پنجشنبه د غويي میاشتې په 23نیټه د خوست د والي، د ارشاد،

د خوست ولایت باک ولسوالۍ نار کلي کې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا د یو محراب جومات بنسټ ډبره کیښودل شوه

د خوست ولایت باک ولسوالۍ نار کلي کې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا د یو محراب جومات بنسټ ډبره کیښودل شوه. د بنسټ ډبرې د ایښودو مراسمو کې

د ټولو راپورونو لیدل

تدارکاتي خبرتیاوې